پی.دی.اف
په مصیبت کې د عیسی مسیح خدمت کول
لیکوال: ن . غفاری -
ژباړه: داوود زارع
سپتمبر ۱۵، ۲۰۲۳
مجلهٔ نورِ حقیقت، شماره ۱
مقدمه:
په ۱۹۷۷ کې، د آلمان یو مشهور کشیش او د الهیاتو عالم "هیلموت ټیلیکه" د آمریکا متحده ایالاتو ته اوږد سفر درلود. په دې سفر کې، هغه د مختلفو مسیحی ایماندارانو سره ولیدل. د سفر په پای کې له هغه څخه وپوښتل شول چې آیا هغه د آمریکایی ایماندارانو په منځ کې کومه نیمګړتیا لیدلې ده؟ هغه ځواب ورکړ: "دوی د رنځ په اړه غلط نظر لري."
«ټیلیکه» واقعاً سمه خبره کړی وه. نه یوازې آمریکایی مومنان بلکه زموږ په مینځ کي هم ډیر مسیحیان د رنځ په اړه غلط نظر لري. له بده مرغه، موږ د مختلفو نعمتونو د ترلاسه کولو په اړه ډیرې خبرې کوو او اوریدل یې خوښوو، مګر مونږ د هغه څیزونو له لاسه ورکولو په اړه ډیرې خبرې نه کوو چې موږ ورسره تړلي یو او موږ یې اوریدلو ته زړه نه ښه کوو.
له بده مرغه، موږ نه یوازې د بی ایمانانو لخوا ځورول کیږو، بلکه یو بل ته هم زیان رسوو. موږ ډیر وختونه لیدلي او اوریدلي چې مسیحی خادمین، کشیشانو یا مبشرانو د کلیسا دننه د درد او رنځ له امله خدمت کول پریښودی دي. حتا کله چې د ځورونې خبره راځي٬ موږ د خدای کلام ته د کتلو لپاره هم نامناسب لاره غوره کوو.
پولوس٬ د عیسی مسیح رسول، د خپل باور لپاره ډیر دردونه وځغمل. کله چې هغه د خپل بند په وروستیو ورځو کې اعدام ته انتظار ایسته٬ خپل شاګرد تیموتاوس ته یی یو لیک ولیکه. د هغه دا لیک چې په انجیل شریف کې شتون لری، «تیموتاوس ته دوهم لیک» په نامه یادیږی. په دی لیک کې، پولوس رسول تیموتاوس ته د عیسی مسیح لپاره د رنځنو د زغملو تعلیم ورکړی ده. پولوس خپل شاګرد تیموتائوس له نږدې او ډیر ښه پیژني. تیموتاوس، چې د خپل طبیعت له مخې یو ډارن او د ټیت جرات خاوند و، په بشپړ ډول ډاډه نه و چې هغه به وکولای شی لکه پولوس د یو لوی رسول د پښو په نښه ګام پورته کړي، چې پای یی زندان او اعدام وي. ځکه چې د هغه لپاره داسی خدمت کول چې پای یي زندان او اعدام وې په زړه پورې نه و. هغه فکر کاوه چې کولای شې په لږ کار او لږ زحمت هم، عیسی مسیح ته د خدمت کولو په لاره کې له زياتو وياړونو برخمن شي.
پولوس هغه ته یادونه کوي چې باید د انجیل له امله د شرم احساس ونکړي، بلکه د انجیل په خاطر د هغه سره په تکلیف کې شریک وي او د زنداني پولوس سره اړیکه ولري. پولوس تیموتاوس ته د خپل لیک په ټولو فصلونو کې پدې ټکې ټینګار کړی ده. د دې لیک په دوهم فصل، دریم آیت کې، هغه لیکي: "لکه د عیسی مسیح د یو ښه عسکر په شان زما سره په کړاوونو کې شریک شه." او په دریم فصل په دوولسم آیت کې، لیکي: "په حقیقت کې هرڅوک چې غواړي په عیسی مسیح کې په دیندارۍ سره ژوند وکړي، نو هغوی به ځورول کیږي." هغه همدارنګه د څلورم فصل په پنځم آیت کې لیکي: "خو ته باید په هر حال کې هوښیار اوسې، کړاوونه وزغمې، د زېري رسوونکي کار وکړې او د خدای د خدمتګار په توګه خپله دنده سرته ورسوې."
نو پولوس تیموتاوس ته یادونه کوي. اې تیموتاوسه! ځکه چې ته ژغورل شوي یي، خدای موږ ته د روحاني ډالۍ په توګه راکړی یی ترڅو یوځای د هغه خدمت وکړو. نو ما سره د انجیل په خاطر تکلیفونو کې شریک شه.
تیموتاوس ته د دوهم لیک د لومړي فصل په اتم آیت کې، پولوس تیموتاوس ته لیکي: "نو بیا زمونږ د څښتن په هکله د شاهدۍ ورکولو یا زما په اړه چې د هغه په خاطر بندي یم مه شرمېږه، بلکې د خدای په قدرت سره په هغو کړاوونو کې زما سره شریک شه چې د انجیل په رسولو کې رامنځته کیږي."
پدې آیت کې ، پولوس تیموتاوس او موږ ته د رنځ په اړه پنځه لومړني ټکي را په نښه کوې.
۱: مخکې لدې چې د عیسی مسیح خدمت پیل کړئ، ضروري ده لمړی د رنځ ځغملو حقیقت ومني.
کله چې زه ډېر کلونه وړاندې له کابل پوهنتون څخه فارغ شوم، ده هغه وخت د قانون له مخې ما باید یو کال نظامی دوره یا عسکری مکلفیت تیر کړی وای. دا یو کال نظامی مکلیفیت د هغو لپاره چې د پوهنتون فارغ وو، شپږ میاشتی نظامی کورس او شبږ میاشی په عسکری قطعاتو کی عملاً د یوه ظابط په حیث کار کول وو. کله چې مونږ کورس ته معرفی شو، فوراً مونږ ته یونیفورم راکړل شو او سلمانیانو ته هدایت ورکړل شو چه زمونږ ویښتان او بریتونه ماشین کړی. مونږ ټولو چې په ښه ژوند کې لوی شوی وو او آزاده او د خپلې خوښي ژوند مونږ تیر کړی وو، یو بل سیستم ته دننه شو او مجبور شو چې د قوماندان امر ومنو او د هغو د امرنو پر بنسټ ژوند وکو. ۹ بجی د شپې ویده کیدل، سهار پنځه بجې له خوبه پاڅیدل په ځغاسته د تعلیم میدان ته حاضریدل، په یو لوی بد بویه قاغوش کې له ۵۰ نورو محصلینو سره اوسیدل، د شپی له خوا ګزمه کول او داسی نورو اصلو په سختي عملی کول زمونږ لپاره ډیر سخت وو. مونږ ته د ډیر لږ غفلت لپاره سخته سزا راکړل کیده. دا ټول اصول د دی لپاره پر مونږ تطبیقیدل تر څو مونږ د یوه واقعی نظامی په حیث وروزل شو. تاسی پوهیږی چې د یوه نظامی اصلی دنده په بریا جګړه کول دی.
کله چې څوک په عیسی مسیح ایمان راوړی په حقیقت کې هغه هم باید پوه شې چې یوی سختې جګړی ته یی ملاتړلی ده. او دا عام خبره ده چې «په جګړی کې حلوا نه ویشل کیږی» بلکه زحمت، تکلیف، زخمونه او حتا مرګ په کې شته.
کله چې مونږ تیموتاوس ته د دوهم لیک لومړي فصل اتم آیت او حتی د خدای ټولې کلام ته پام کوو، دا موږ ته جوته کیږی چې د خدای خدمت کول د خطرناک او بې رحمه دښمن، شیطان سره مبارزه کول دي. د خدای په کلام کې هیڅ ځای موږ سره ژمنه نه ده شوي چې موږ ته به د جګړې په ډګر کې زیان نه رسیږی.
عیسی مسیح کله چې خپل شاګردان د خدمت لپاره واستول٬ ټولو ته یی وویل: «زه تاسو لکه د پسونو په شان د لېوانو منځ ته لېږم.» (متی ۱۰: ۱۶-۱۷) او هغوی ته یی یادونه وکړه چې تاسو به د انجیل لپاره رنځنو سره مخ شي. (لوقا ۲۱: ۱۲-۱۹)
پولوس رسول لیکي: «نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتی، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولی شى څۀ؟ لکه چې ليکل شوي دى چې، «مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلی کيږُو.» (رومیان٨: ٣٥، ٣٦)
په عبرانیانو کې لوستلی شو: «ځینو نورو ډېر کړاوونه ولیدل، خو آزادي یې ونه منله، ترڅو د قیامت په ورځ له دې نه ډېر ښه ژوند ومومي. په ځینو باندې ملنډې ووهل شوې، په دورو ووهل شول، نور په زنځیرونو وتړل شول او بندیان شول. هغوی سنګسار شول، په ارې باندې نیم کړای شول او په تورو باندې یې مړه کړل. هغوی د پسونو او وزو پوستکي اغوستي وو او د ډېرې غریبۍ، ظلم او کړاوونو له امله سرګردانه وو. دنیا د دې خلکو لیاقت نه درلود. هغوی په دښتو او غرونو کې سرګردانه ګرځېدل او په غارونو او سوریو کې اوسېدل. (عبرانیان١١: ٣٥ب تر ٣٨ پوری)
مخکې لدې چې موږ د عیسی مسیح د خدمت کولو په اړه فکر وکړو، او تصمیم ونیسو دا ښه ده چې د هغه د قیمت د ادا کولو په اړه هم په غور فکر وکړو. په حقیقت کې موږ او تاسی چې د عیسی مسیح شاګردان یو د دښمن په خاوره کې اوسیږو. دا یقیني ده چې دښمن پر مونږ او تاسو باندی برید کوي. مونږ ته لازمه ده پرمختګ وکړو او تاکتیکی شاتګ ته هم تیار و اوسو. دا هم لیرې نه ده چې زموږ د ملګرو لخوا پر موږ برید وشي. نو لازم ده چې د دې شرایطو سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتو والی ولرو. که مونږ بشپړ چمتوالی ونه لرو، مونږ به ډیر ژر ناکام شو، نا امیده شو، ضایع او له خدمت څخه به وتښتو.
۲: د صلیب د شرم زغملو ته چمتو اوسئ.
«زمونږ رب عیسی مسیح ته په شهادت ورکولو کې مه شرمیږئ.» زمونږ رب ته شاهدي ورکول د هغه نجات ورکوونکي شاهدي ورکول دي چې په رومي صلیب کې په شرم سره مړ شو. لکه څنګه چې پولوس لیکي: «د صلیب پیغام د هغه چا لپاره خالي او بې معنی دی چې د تباهۍ په لاره کې دي.» مګر زمونږ لپاره چې د نجات په لاره کې یو، دا د خدای قدرت دی.» (١قرنتیان١: ١٨)
پولوس زیاتوي: «یهودیان معجزې غواړي او یونانیان د پوهې او حکمت پیروي کوي. مګر، مونږ مصلوب شوي مسیح اعلان کوو. که څه هم دا کار د یهودانو لپاره د سرغړونې او خفګان لامل دی او د نورو لپاره بې معنی دی. (١قرنتیان١: ٢٢، ٢٣)
یهودانو مجرمین په صلیب نه ځوړندول، بلکې کله کله به یې د عبرت او شرم په توګه د مړو جسدونه په لرګیو باندی او یا په ونو کې. دوی به ویل ځړول شوی خلک د خدای له لوری لعنت شوی دی. په تثنیه کې موږ لولو: «که یو څوک قتل وکړی او د مرګ سزا یې وی، د هغه جسد په ونې کې ځړول کیږی.» مګر د هغه بدن باید ټوله شپه په ونې کې پاتې نشی. بلکه په هماغه ورځ یې ښخ کړئ. ځکه څوک چې په ونې کې ځړول کیږي د خدای ملعون دی.»
دا په ډاګه شوی ده چې د اعدام لپاره په صلیب باندی یو ژوندی مجرم ځړول د فارس له کلتور څخه د رومیان کلتور ته لار موندلې ده. صلیب په لومړۍ عیسوي پیړۍ کې یو ډیر وحشتناک او ناوړه عمل ګڼل کیده. د روم اتباعو ته د صليب په واسطه د مرګ سزا نه ورکول کیده، پرته له خورا ځانګړو قضيو نه. صلیب د غلامانو، غلو، قاتلانو او یاغیانو لپاره ځانګړی شوی و. روميانو کله ناکله په زرگونو خلک په صلیبونو ځړول چې نورو ته یې د مثال په توګه وروښی. مګر په عموم کې، د رومیانو او یهودانو دواړو لپاره، صلیب یو بد او شرمناک عمل و چې دوی یې نه غوښتل نوم یې یاد کړي.
په خواشینۍ سره وایم چې ځینې کلیساګانې هڅه کوي چې د نوي پیروانو د راجلبولو لپاره د مسیح پیغام د ټولو خلکو او بی ایمانانو د منلو وړ وګرځوی. دوی هڅه کوي د ګناه او د خدای قضاوت اهمیت کم کړي او پرځای یې په عیسی مسیح کې خوشحاله ژوند او د غوښتنو پوره کولو باندې ډیر ټینګار کوي. مګر د انجیل پیغام یوازې زمونږ د خوبونو د پوره کولو پیغام نه دی چې خوشحاله، سوله ایز او بریالي مادي ژوند ولرو. د انجیل پیغام د مصلوب شوي نجات ورکوونکي پیغام دی. هغه د ګناهکارانو د ژغورلو لپاره مړ شو چې د ابدي مرګ مستحق وو. دا پیغام ممکن په ځینو ځایونو کې پیرودونکي نلري، مګر هرڅه چې وي، دا د انجیل ریښتینې پیغام او زموږ پیغام دی.
که موږ له خپل پیغام څخه صلیب لرې کړو یا دا د هغه اهمیت کم کړو ترڅو انجیل خلکو ته د منلو وړ وي، موږ په حقیقت کې انجیل خراب کوو. د مصلوب شوي نجات ورکوونکي ساده پیغام یو پیاوړی پیغام دی چې کولی شي پوهان او عام خلک دواړه قانع کړي چې هغه تعقیب کړي. پولوس د مسیح د صلیب ستاینه کوي او وایی: «خدای مه کړه چې زه د خپل مالک عیسی مسیح صلیب پرته په بل څه فخر وکړم، د کوم په واسطه چې نړۍ زما لپاره او زه د نړۍ لپاره په صلیب محکوم شو.» (غلاطیان ۶: ۱۴)
نو پولوس تیموتاوس او موږ او تاسو ته بلنه راکوي چې په صلیب شوي څښتن د عیسی مسیح په شهادت ورکولو کې هیڅ شرم ونکړو. دا غوره ده چې د هغه څه شاهدي ورکړو چې له جوړجاړي پرته وي.
خو دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې یو سړی داسې لاره غوره کړي چې په شرم او کړاو پای ته ورسیږي؟
۳: ضروری ده چې په داوطلبانه ډول مصیبتونه ومنو، ځکه چې زمونږ رب او د هغه انجیل دواړه د زغم ارزش لري.
کله چې یو څوک غواړي چې رنځ ولري، د هغه څه لپاره چې د زغم وړ وي٬ د زغملو هڅه کوي. کله چې یو څوک مړ شی، هغه خپلې ټولې پیسې او شتمنۍ له لاسه ورکوی، کوم چې هغه د دې له امله ډیر زیان لیدلی. نو آیا د خدای په سلطنت کې د ابدي ژوند څخه ډیر ارزښتناک بل څه شتون لري چې عیسی مسیح زمونږ لپاره چمتو کړی دی؟
پولوس تیموتاوس ته وايي: «زما سره ... د انجیل لپاره په تکلیف او سختۍ کې.».. شریک اوسئ.» کله چې مونږ د انجیل په خاطر تکلیف وینو، زمونږ رنځ دا دی چې مونږ غواړو د بشریت په تاریخ کې تر ټولو لوی ښه خبر خلکو ته ورسوو، ترڅو دوی هم ابدي ژوند ولري.
عیسی مسیح په دې اړه یوه په زړه پورې کیسه کړې ده: که یو څوک په ناڅاپي ډول په پټي کې پټه قیمتي خزانه ومومي. هغه بیا پټوي او خپل ټول ملکیتونه پلوري او هغه ځمکه اخلي (متی ۱۳: ۴۴).
عیسی مسیح او انجیل، هغه خزانه ده چې د هرڅه ارزښت لري. عیسی مسیح هم داسی یو بله کیسه کړې او فرمایی: «یو سوداګر یو ډیر ارزښتناکه ګوهر پیدا کوي. هغه خپل ټول مالونه د دې ګوهر د اخیستلو لپاره خرڅوي.» عیسی مسیح او انجیل دغه ډیر ارزښتناکه ګوهر ده چې په هرڅه ارزی. که تاسو دا ګوهر یا دا قیمتي خزانه موندلې وي، تاسو په حقیقت کې هر هغه څه ترلاسه کړي دې چې هم د اوسنې ژوند او هم د ابدي ژوند لپاره ضروری دي. نو دا قیمتي خزانه، یعنی عیسی مسیح او د هغه انجیل، د زغم وړ دی او د درد ارزښت لری.
۴: مونږ باید په خپله خوښه رنځ ومنو، ځکه چې موږ هم د پولوس ، پټرس او یوحنا په څیر د مقدس خلکو په شمار راځو.
رسول پولوس د بشر په تاریخ کې یو غوره شخصیت دی. هغه خطونه چې د رسول پولوس لخوا لیکل شوي او په مقدس انجیل کې شتون لري٬ مونږ ته د دې لوی شخصیت زړه را ښیې.
هغه د فیلیپیانو په لیک کې لیکي: "زه ټول شیان د یو ډیر قیمتي امتیاز په خاطر ضایع ګڼم، کوم چې زما رب عیسی مسیح پیژندل دي." په حقیقت کې، د هغه لپاره ما هرڅه د هیڅ شی په توګه شمیرلي، ترڅو پدې وسیله زه مسیح ترلاسه کړم او په بشپړ ډول د هغه سره متحد شم. (فیلیپیان ۳: ۸، ۹)
کله چې تاسو د عیسی مسیح خدمت کوئ، تاسو د پولوس٬ یوحنا او بې شمیره نورو وفادار مقدسانو په څیر یاست چې تر نن ورځې پورې د انجیل مشعل په لاس کې لري. دا د نړۍ په تاریخ کې یو لوی کار دی. ځکه چې موږ پوره باور لرو چې د خدای سلطنت په ځمکه کې تاسیس کیدی شي. په مکاشفه کې لولو: «د نړۍ حاکمیت زموږ رب او د هغه مسیح ته رسیدلی، او هغه به د تل لپاره حکومت وکړي.» (مکاشفه١١: ١٥)
راځئ چې یوځل بیا پولوس ته وګورو لکه څنګه چې هغه تیموتاوس ته لیکي، هغه هڅوي چې د انجیل په خاطر په تکلیف کې د هغه سره شریک شي. هغه په تیاره کوټه کې په زنځیرونو کې پروت دی، له هر لوري برید پری کیږي او ملامتیږي. حتا هغه د خپلو مسیحی ملګرو له بریدونو څخه خوندي نه دی. او زموږ په اصطلاح٬ ټولو غوښتل چي دی زاړه زنداني ته په یوه شکل نه په یوه شکل زیان ورسوي.
آیا هغه څرنګه په دې حالت کې بیا هم دومره پر خپل ایمان ډاډه کیدی شي؟
زه فکر کوم چې یو دلیل د هغه په دې ادعا کې دی چې وايي: "زه د هغه زنداني یم". کله چې پولوس دا لیک لیکي، دا د قیصر د واکمنۍ پرمهال دی چې قیصر هغه په بند کې اچولی دی. په حقیقت کې هغه د روم د قیصر زنداني دی. مګر د پولوس د ادعا له مخې، هغه د پاچاهانو د پاچا او د څښتنانو د څښتن د عیسی مسیح په خاطر زندانی دی. یو
هغه شی چې هر ډول نیوکې او تکليف لرې، کولای شي د هغه لوی خدای سره حساب کول دي چې په هر څه حاکم دی. هغه٬ هغه څوک دی چې خلکو ته اجازه ورکوي چې د هغه خاص هدف لپاره د ده د بندګانو په وړاندې ناوړه کارونه وکړي.
کله چې تاسو د زړه له کومي د خلکو خدمت کوئ، تاسو په حقیقت کې د دوی بندیان یاست، که څه هم دوی ستاسو سره بد چلند کوي. اما که تاسو د لوی خدای خدمت کوئ، تاسو د هغه بندیان یاست. دا پدې مانا ده چې تاسو په بشپړ ډول او په بشپړه توګه خپل ځان هغه ته وقف کړی دی، او تاسو د خپل ژوند هیڅ واک نلرئ. ستاسو ټول ژوند د هغه په واک کې ده چې هغه څرنګه له هغه کار اخلی. د خداى يو بنده چې څو کاله په برما کې بندي و او د خپل ايمان له امله يې ډېر کړاوونه ګاللي، ليکي: «که زه نه پوهیدم چې زندانی کیدل او حتی رنځ ګالل هم د خدای تر کنټرول لاندې دي، او دا چې هغه د خپلې مینې لپاره دې کار ته اجازه ورکوې، نو زه به ډیر مخکې مړ شوی وی.»
مګر یو بل دلیل هم شته چې پولوس وکولای شو د خدای په امید سره د محاکمې او رنځ څخه تیر شي.
۵: په مصیبتونو کې زمونږ ثابت قدمی د خدای له قدرت نه سرچینه اخلی.
«بلکې د خدای په قدرت سره په هغو کړاوونو کې زما سره شریک شه چې د انجیل په رسولو کې رامنځته کیږي.» (٢تیموتاوس١: ٨ب)
پولوس د آزمایښتنو په لړ کې دخدای په قدرت تکیه کول زده کړل. پولوس قرنتیانو ته د دوهم لیک په دولسم فصل کې لیکي: « نو د دې دپاره چې د هغو حیرانوونکو مکاشفو له امله مغرور نه شم، نو زما په بدن باندې اغزي ولګېدل چې د شیطان استازي وو چې ما وځوروي، ترڅو زه مغروره نه شم. په دې هکله ما درې ځلې څښتن ته زارۍ وکړلې چې دا اغزي راڅخه لېرې کړي. خو هغه ما ته وویل: «زما فضل ستا دپاره بس دی، ځکه چې زما قدرت ستا په کمزورۍ کې پوره کیږي.» نو زه به په ډېرې خوشحالۍ سره په خپلې کمزورتیا باندې ویاړ کوم، ترڅو د مسیح قدرت په ما کې پاتې شي. له دې امله زه د مسیح په خاطر کمزورۍ، سپکاوی، سختي، ځورونې او مصیبتونه منم. ځکه چې زه د کمزورۍ په وخت کې قوي یم.» (۷ -۱۰)
په حقیقت کې دا زموږ په ضعف کې دی چې د خدای قدرت په موږ کې خپل کمال ته رسيږی او په نورو اغیزه کوي. کله چې تاسو د سختو آزموینو تر برید لاندی راځی، شاته تګ کوي، وارخطا کیږی، یا د خدای لپاره په خدمت کې بند پاتې شئ، تاسو تر فشار لاندی راځي چې هرڅه د خدای قدرت ته پریږدئ، هغه څه وکړئ چې تاسو مخکې له دې هیڅکله تجربه نه ده کړې. کله چې تاسو د خدای په خدمت کې په مصیبت اخته شئ، دا د خدای قدرت دی چې ستاسو تکلیف لرې کوي.
پایله:
کله چې مونږ د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو او ټولنو کې د خدای د بندګانو خدمت او د هغوی کړاوونو ته پام کوو، نو زمونږ په زړونو کې د دوی په څیر د ایمان استقامت نور هم هڅول کیږي. د ایمان له اتلانو څخه یو یې «اډونیرام جوډسن» نومیږي. «جوډسن» په ۱۷۸۸ کال کې په امریکا کې زېږېدلی دی. هغه په ځوانۍ کې د عیسی مسیح عاشق او پیروکار و او هغه د عیسویانو د لومړۍ ډلې څخه و چې په ۱۸۱۲ کال کې د ۲۴ کلنۍ په عمر کې د خپلې ځوانې میرمنې سره د انجیل تبلیغ لپاره بهر ته واستول شو. له څلورو مياشتو سمندري سفر وروسته دوی هند ته ورسېدل او هلته يې د برما هېواد په اړه معلومات ترلاسه کړل چې د برما خلکو ته د عیسی مسیح پیغام تر اوسه چا نه ده رسولی. سربیره پردې، دوی ته معلومه شوه چې هند دوی ته د اوسیدو اجازه نه ورکوي، او دوی نشي کولی په هند کې پاتې شي. یو کال دوی د هند د سواحلو او د ماریشیس ټاپوګانو ترمنځ په بحر کې سرګردان پاتی شول.
دوی په وار وار برما ته له تګ منع شول، خو بالاخره د برما پلازمېنې رنګون ته ورسېدل. د دې دردناک سفر په جریان کې، د هغه میرمن «آنا» یو مړ ماشوم وزیږاوه چې نږدې پخپله یې هم مړه شوی وه.
رنګون ته د رسیدو سره، د دوی لومړۍ هڅه د برمی ژبه زده کړه وه. دوی پوه شول چې د برما خلک بودایان دي، نه یوازې د عیسوي عقیدې سره علاقه نه لري بلکې سخت مخالفت هم ورسره کوی. کله چې دوی رنګون ته ورسیدل، په دې ښار کې یوازینۍ جوړه چې انګریزي خبرې کولې، رنګون یی پریښود او د «جډسن» کورنۍ د ژبې ستونزې او د خدمت مسؤلیت سره یوازې پاتې شول. په دې وخت کې د زوی زیږیدل دوی ته خوشحالي ورکړه، خو له بده مرغه اته میاشتې وروسته د ډاکټرانو او درملو د نشتوالي له امله ماشوم له ناروغی وروسته مړ شو. دوی هغه د خپلې کور په باغ کې ښخ کړ او په اوښکو او دردونو یې خپل خدمت ته دوام ورکړ.
شپږ کاله وروسته، دوی لومړی برمایی مسیحی ته تعمید ورکړ، وروسته په راتلونکو کلونو کې څو نورو خلکو ته هم تعمید وکړ شو. کله چې انګلستان په ۱۸۲۴ کې د برما حکومت سره جګړه اعلان کړه، د برما حکومت «جوډسن» او د هغه میرمن د انګلستان لپاره د جاسوسۍ په تور زنداني کړل. له ۱۷ میاشتو مختلفو شکنجو وروسته، دوی خوشې شول ځکه چې دوی د انګریزانو سره د خبرو اترو لپاره ژباړې ته اړتیا درلوده. له خوشې کیدو نه یوولس میاشتې وروسته، د هغه میرمن انا مړه شوه، او شپږ میاشتې وروسته د دوی لور چې هغه یې په زندان کې زیږولی وه، هغه هم مړه شوه. جوډسن تقریباً لیونی شوي و. خو له دې سره سره يې په برمي ژبه د انجيل ژباړې ته دوام ورکړ او ځينې آثار يې وليکل. برما ته له راتلو ۲۱ کاله وروسته د برما د خلکو په ژبه د انجیل ژباړه بشپړه شوه او شپږ کاله یې د اصلاح لپاره پر هغه کار وکړ. نوموړی په برما کې له ۳۳ کلونو خدمت نه وروسته بېرته امریکا ته ستون شو او د ۶۱ کلونو په عمر ومړ.
«جوډسن» په برمي ژبه کې د انجیل ژباړه، په برمی ژبه کې د انګلیسي قاموس، او یو محدود شمیر مومنان پرځای پریښودل. مګر نن ورځ په برما یا میانمار کې، د نورو مختلفو عیسوي کلیساګانو او موسسو سربیره ۳۷۰۰ تعمیدی کلیساګانې شتون لري چې زرګونه غړي لري. که څه هم په برما کې کلیسا اوس هم تر شکنجې لاندې ده، خو بیا هم هر کال یو زیات شمېر مبشرین خدمت ته استوی.
کله چې موږ د ایمان له امله له ستونزو سره مخامخ کیږو، نو دا ښه ده چې د ایمان د اتلانو د ژوند او کارنامو په اړه معلومات تر لاسه کړو. د دوی د ژوند په اړه زده کړه مونږ سره مرسته کوي چې مونږ هم په خپل ایمان کې ثابت پاتې شو.