د ټولنپوهنې په اصطلاح کې تبعیض یو داسې حالت دی چې خلک د مساوي رولونو او موقفونو په مقابل کې غیر مساوي ټولنیزې ګټې ترلاسه کوي، او ځینو ته پرته له دې چې غوره وي، په نورو باندې برتری ورکول کیږي. (ويکيپېډيا)
موږ مسیحیان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د تبعیض ټول ډولونه لکه نژادي، جنسیتی، دینی او مذهبی، ژبني، قومی، قبیلوي، عمر، او داسې نور ردوو او نه پیژنو او په نورو انسانانو باندې هیڅ ډول برتری نه لرو.
د مثال په توګه، زه د یوه کلیسا غړی یم چې نړیواله کلیسا بلل کیدی شي. ځکه چې په دې کې تاسو د مختلفو هیوادونو خلک، د مختلفو ژبو، کلتور، عاداتو او رنګونو سره لیدلی شئ چې حتّی د دې ټولو شمیرل ستونزمن ښکاري. مګر ټول یوځای، د مسیح د بدن د غړی په توګه، د خدای عبادت کوي، خبرې کوي، د یو بل د وضعیت په اړه پوښتنه کوي، په کلیسا کې د خدای روح او یو بل شتون څخه خوند اخلي، او د اړتیا په وخت کې یو بل سره مرسته کوي.
په دې دلایلو دا څیزونه شتون لري:
په کلیسا کې د انجیل سم تدریس او دقیق تفسیر.
د کلیسا د غړو لخوا د انجیل څخه د څرګندو حقیقتونو مطالعه او پوهه.
د خدای د حکمونو اطاعت کول.
پولُس رسول داسی وايي: «ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.»[۱]
(مهرباني وکړئ خپل انجیل ته مراجعه وکړئ او دا فصل او د ذکر شوي آیتونو پاتې فصلونه هم ولولئ).
زما په اند دا یوه جمله د مسلې د پوهیدو لپاره کافي ده. ځکه چې کله خدای تبعیض نه کوي، تاسو او زه څوک یاست چې توپیر وکړو؟
راځئ چې په مقدس انجیل کې یو څه نور وپلټی ترڅو وګورو چې مونږ په دې مسله کې نور کوم موضوعات موندلۍ شو. ځکه چې په هر حالت کې، خدای په انجیل کې ځانګړي او د پام وړ تعلیمات وړاندې کړي، یا په مستقیم ډول یا د نورو له ژبې څخه د الهام له لارې، ترڅو خلک په مختلف زمانو کې د دوی اطاعت او پیروي وکړي.
«جاسوسانو عیسی ته وویل: «استاذه! مونږ پوهېږو ته چې څه وایې او کوم تعلیم چې ورکوې هغه سم دی. ته د هېچا طرفداري نه کوې، بلکې په رښتینولۍ سره د خدای د لارې تعلیم ورکوې.»[۲]
«نو بدکاره به د خپلې بدۍ سزا وویني، ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.»[۳]
«زه د خدای او عیسی مسیح او د غوره شویو فرښتو په حضور کې تاته حکم کوم چې په دې لارښوونو باندې پرته له تعصب نه عمل کوه او په هېڅ کار کې د هېچا طرفداري مه کوه.»[۴]
«ای زما خویندو او ورونو! که چېرې تاسو زمونږ په څښتن عیسی مسیح چې د جلال خاوند دی ایمان لرئ، نو د چا طرفداري مه کوئ.»[۵]
«آیا تاسو په خپل منځ کې د تبعیض څخه کار وانخیست او آیا د بدو خیالونو له مخې مو قضاوت ونه کړ؟»[۶]
«خو که چېرې تاسو د کوم چا طرفداري کوئ نو ګناه کوئ او شریعت تاسو د قانون ماتوونکو په توګه محکوموي.»[۷]
«ځکه چې مسیح زمونږ سوله او سلامتي ده او هغه دوه ډلې سره یو کړلې او د خپل بدن په وسیله یې د دښمنۍ هغه دېوال وران کړ چې هغوی یې سره بېل کړي وو.»[۸]
نو زما ګرانو! که مونږ د افرادو ترمنځ توپیر وکړو، مونږ نه یوازې ګناه کوو، بلکې د خدای د حکمونو څخه سرغړونه هم کوو. که مونږ غواړو چې نور په مونږ کې د مسیح رڼا وګوري، باید د هغه په څیر نورو سره مینه وکړو. راځئ چې د خدای څخه خپل زړه د روح القدس نه د ډکولو غوښتنه وکړو او دخپلو ضعفونو د لرې کولو لپاره دعا وکړو.
آمین
Comments