
شاید کله کله مونږ له ځانه پوښتنه وکړو چې ولې ناروغه کیږو؟ او د دې پوښتنې لپاره ډول ډول ځوابونه موندل کیدلای شي. د بیلګې په توګه، د اقلیم د بدلون له امله په مختلفو ناروغیو اخته کیدل، د خوړو، میوو، سبزیجاتو او نورو څیزونو سره حساسیت، عمر، د انسان د بدن د دفاعي ځواک کمزورتیا، او ځینې ساري ناروغۍ دلیل کیدلاشې.
په حقیقت کې باید ووایو چې انسان یو ضعیف او ناتوانه موجود دی. په مختلفو هیوادونو کې، په ځانګړې توګه د پرمختګ په لور روان یا د دریمې نړۍ په هیوادونو کې بیلابیلې ناروغۍ لیدل کیږي؛ چې بې وزلې، بېسوادۍ او د چاپیریال د پاکوالي مراعات نه کول د هغې له عواملو څخه ګڼل کیدای شې.
خو په عین حال کې دا ناروغۍ په پرمختللو هیوادونو کې هم لیدل کیږي. او مونږ هغه کسان هم پیژنو چې د هوسا ژوند درلودلو سره سره په لاعلاجه ناروغیو اخته شوي دي.
وګړي په عام ډول او په ځانګړې توګه هغه څوک چې ضعیف ایمان لري، هغوی د خپلو ټولو نا خوالیو پړه په خدای باندې پورې کوې، مګر دوی پدې نه پوهیږي چې خدای د اوږدې مودې راهیسې د نښو په واسطه له انسانانو سره خبرې کړې او دا مونږ یو چې په دې نښو نه پوهیږو او یا هغو ته غوګ نه ږدو. ښکاره خبره ده چې خدای د یو مهربان پلار په څیر مونږ ته زمونږ د ګناهونو په وړاندې سزا راکوي چې د ګناهونو د تکرار مخه ونیسی او مونږ ته د سمې لارې لارښوونه وکړي. دا هم کیدای شې چې کله ناکله مونږ د ایوب نبې په څیر په ایمان کې ازموي. یقیناً دا د ګناهونو څخه د بیرته راستنیدلو او سپیڅلې خدای ته د اعتراف کولو یو خبرداری دی.
د مثال په توګه مونږ کولی شو په مقدس کتاب کې، د هغو کسانو په اړه چې په ډول ډول ناروغیو اخته شوي وو، ولولو.
مریم، د موسی او هارون خور: د موسی ملامت کول او غرور.[1]
جیحزي، د الیشع شاګرد: حرص.[2]
آسا، د یهودا پاچا: په خدای بې باوري او له انسانانو څخه د مرستې غوښتل او په هغوی باندی توکل کول.[3]
یهورام، د یهودا پاچا: د خدای نافرماني او بت پرستۍ ته هڅول.[4]
ایوب: د ایمان او صبر آزموینه.[5]
له همدې امله، هغه څوک چې په خدای باور لري، په ځانګړې توګه د کلیسا خادمین او مشران باید د طبي لاملونو سربیره د خپل د ناروغۍ روحاني لاملونو ته هم توجه وکړې. او دا هم مه هېروئ چې شیطان بې کاره ناست نه دی او وخت نا وخته د خدای په خادمینو بریدونه کوي.
تر اوسه مونږ د ګناهونو د ناروغیو او د هغو د لاملونو په اړه خبرې وکړې، خو کله کله مونږ لیدلي چې مومنان او د خدای رښتیني بندګان هم له ناروغیو څخه خوندي نه دي. له دغو کسانو څخه یو هم پولوس رسول وو، چې په یوه دردناکه جسمي ناروغۍ اخته و، هغه د خپلې ناروغۍ په اړه داسې وایي:
«نو د دې دپاره چې د هغو حیرانوونکو مکاشفو له امله مغرور نه شم، نو زما په بدن باندې اغزي ولګېدل چې د شیطان استازي وو چې ما وځوروي، ترڅو زه مغروره نه شم. په دې هکله ما درې ځلې څښتن ته زارۍ وکړلې چې دا اغزي راڅخه لېرې کړي. خو هغه ما ته وویل: «زما فضل ستا دپاره بس دی، ځکه چې زما قدرت ستا په کمزورۍ کې پوره کیږي.» نو زه به په ډېرې خوشحالۍ سره په خپلې کمزورتیا باندې ویاړ کوم، ترڅو د مسیح قدرت په ما کې پاتې شي. له دې امله زه د مسیح په خاطر کمزورۍ، سپکاوی، سختي، ځورونې او مصیبتونه منم. ځکه چې زه د کمزورۍ په وخت کې قوي یم.»[6]
هو! او په دې وسيله خدای مونږ ته دا راښيي چې عظمت او جلال د هغه ته ویاړې، او دا ضروري نه ده چې مونږ په خپلو استعدادونو، چې د خدای ډالۍ ده، فخر وکړو. ځکه چې هغوی مونږ مغروره کوی او ورو، ورو مونږ له پاک او مهربانه خدای څخه لرې کوي. دا هم امکان لرې چې مونږ د ګناه په خطرناکه ناروغۍ اخته کړي. غرور او تکبر په خپل ذات کې ګناه ده، او دا په کلیسا، کورنۍ او بالاخره ټولنه کې د مومنانو سره زمونږ په اړیکو کې منفي پایلې راوړي. او دا د نورو مسیحی او غیر مسیحی وروڼو او خویندو سره زمونږ د مینې نشتوالی دی، او د محبت نه پرته مسیحي د خالي ډول په څیر دی. بختور هغه څوک دي چې د انسانې کمزوریو سره سره، په خدای کې پیاوړي او په هغه باندی په ایمان کې ثابت قدمه دي.
آمین
[1] تورات شریف، اعداد دولسم فصل
[2] دوهم پادشاهان پنځم فصل
[3] دوهم تواریخ شپاړسم فصل
[4] دوهم تواریخ یوویشتم فصل
[5] د ایوب کتاب
[6] دوهم قرنتیان، ۱۲: ۷-۱۰
Comments