top of page

په مصیبت کی د عیسی مسیح خدمت کول!

Updated: Nov 8, 2024


په مصیبت کی دعیسی مسیح خدمت کول ۲

دوهمه او وروستی برخه


یهودانو مجرمین په صلیب نه ځوړندول، بلکې کله کله به یې د عبرت او شرم په توګه د مړو جسدونه په لرګیو باندی او یا په ونو کې. دوی به ویل ځړول شوی خلک د خدای له لوری لعنت شوی دی. په تثنیه کې موږ لولو: «که یو څوک قتل وکړی او د مرګ سزا یې وی، د هغه جسد په ونې کې ځړول کیږی.» مګر د هغه بدن باید ټوله شپه په ونې کې پاتې نشی. بلکه په هماغه ورځ یې ښخ کړئ. ځکه څوک چې په ونې کې ځړول کیږي د خدای ملعون دی.»[1]


دا په ډاګه شوی ده چې د اعدام لپاره په صلیب باندی یو ژوندی مجرم ځړول د فارس له کلتور څخه د رومیان کلتور ته لار موندلې ده. صلیب په لومړۍ عیسوي پیړۍ کې یو ډیر وحشتناک او ناوړه عمل ګڼل کیده. د روم اتباعو ته د صليب په واسطه د مرګ سزا نه ورکول کیده، پرته له خورا ځانګړو قضيو نه. صلیب د غلامانو، غلو، قاتلانو او یاغیانو لپاره ځانګړی شوی و. روميانو کله ناکله په زرگونو خلک په صلیبونو ځړول چې نورو ته یې د مثال په توګه وروښی. مګر په عموم کې، د رومیانو او یهودانو دواړو لپاره، صلیب یو بد او شرمناک عمل و چې دوی یې نه غوښتل نوم یې یاد کړي.


په خواشینۍ سره وایم چې ځینې کلیساګانې هڅه کوي چې د نوي پیروانو د راجلبولو لپاره د مسیح پیغام د ټولو خلکو او بی ایمانانو د منلو وړ وګرځوی. دوی هڅه کوي د ګناه او د خدای قضاوت اهمیت کم کړي او پرځای یې په عیسی مسیح کې خوشحاله ژوند او د غوښتنو پوره کولو باندې ډیر ټینګار کوي. مګر د انجیل پیغام یوازې زمونږ د خوبونو د پوره کولو پیغام نه دی چې خوشحاله، سوله ایز او بریالي مادي ژوند ولرو. د انجیل پیغام د مصلوب شوي نجات ورکوونکي پیغام دی. هغه د ګناهکارانو د ژغورلو لپاره مړ شو چې د ابدي مرګ مستحق وو. دا پیغام ممکن په ځینو ځایونو کې پیرودونکي نلري، مګر هرڅه چې وي، دا د انجیل ریښتینې پیغام او زموږ پیغام دی.


که موږ له خپل پیغام څخه صلیب لرې کړو یا دا د هغه اهمیت کم کړو ترڅو انجیل خلکو ته د منلو وړ وي، موږ په حقیقت کې انجیل خراب کوو. د مصلوب شوي نجات ورکوونکي ساده پیغام یو پیاوړی پیغام دی چې کولی شي پوهان او عام خلک دواړه قانع کړي چې هغه تعقیب کړي. پولوس د مسیح د صلیب ستاینه کوي او وایی: «خدای مه کړه چې زه د خپل مالک عیسی مسیح صلیب پرته په بل څه فخر وکړم، د کوم په واسطه چې نړۍ زما لپاره او زه د نړۍ لپاره په صلیب محکوم شو.»[2]


نو پولوس تیموتاوس او موږ او تاسو ته بلنه راکوي چې په صلیب شوي څښتن د عیسی مسیح په شهادت ورکولو کې هیڅ شرم ونکړو. دا غوره ده چې د هغه څه شاهدي ورکړو چې له جوړجاړي پرته وي.

خو دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې یو سړی داسې لاره غوره کړي چې په شرم او کړاو پای ته ورسیږي؟ 

۳: ضروری ده چې په داوطلبانه ډول مصیبتونه ومنو، ځکه چې زمونږ رب او د هغه انجیل دواړه د زغم ارزش لري.


کله چې یو څوک غواړي چې رنځ ولري، د هغه څه لپاره چې د زغم وړ وي٬ د زغملو هڅه کوي. کله چې یو څوک مړ شی، هغه خپلې ټولې پیسې او شتمنۍ له لاسه ورکوی، کوم چې هغه د دې له امله ډیر زیان لیدلی. نو آیا د خدای په سلطنت کې د ابدي ژوند څخه ډیر ارزښتناک بل څه شتون لري چې عیسی مسیح زمونږ لپاره چمتو کړی دی؟ 

پولوس تیموتاوس ته وايي: «زما سره ... د انجیل لپاره په تکلیف او سختۍ کې.».. شریک اوسئ.»[3] کله چې مونږ د انجیل په خاطر تکلیف وینو، زمونږ رنځ دا دی چې مونږ غواړو د بشریت په تاریخ کې تر ټولو لوی ښه خبر خلکو ته ورسوو، ترڅو دوی هم ابدي ژوند ولري.


عیسی مسیح په دې اړه یوه په زړه پورې کیسه کړې ده: «که یو څوک په ناڅاپي ډول په پټي کې پټه قیمتي خزانه ومومي. هغه بیا پټوي او خپل ټول ملکیتونه پلوري او هغه ځمکه اخلي.»[4] 

عیسی مسیح او انجیل، هغه خزانه ده چې د هرڅه ارزښت لري. عیسی مسیح هم داسی یو بله کیسه کړې او فرمایی: «یو سوداګر یو ډیر ارزښتناکه ګوهر پیدا کوي. هغه خپل ټول مالونه د دې ګوهر د اخیستلو لپاره خرڅوي.»[5] عیسی مسیح او انجیل دغه ډیر ارزښتناکه ګوهر ده چې په هرڅه ارزی. که تاسو دا ګوهر یا دا قیمتي خزانه موندلې وي، تاسو په حقیقت کې هر هغه څه ترلاسه کړي دې چې هم د اوسنې ژوند او هم د ابدي ژوند لپاره ضروری دي. نو دا قیمتي خزانه، یعنی عیسی مسیح او د هغه انجیل، د زغم وړ دی او د درد ارزښت لری.

۵: مونږ باید په خپله خوښه رنځ ومنو، ځکه چې موږ هم د پولوس، پټرس او یوحنا په څیر د مقدس خلکو په شمار راځو.


رسول پولوس د بشر په تاریخ کې یو غوره شخصیت دی. هغه خطونه چې د رسول پولوس لخوا لیکل شوي او په مقدس انجیل کې شتون لري٬ مونږ ته د دې لوی شخصیت زړه را ښیې.

هغه د فیلیپیانو په لیک کې لیکي: «زه ټول شیان د یو ډیر قیمتي امتیاز په خاطر ضایع ګڼم، کوم چې زما رب عیسی مسیح پیژندل دي. په حقیقت کې، د هغه لپاره ما هرڅه د هیڅ شی په توګه شمیرلي، ترڅو پدې وسیله زه مسیح ترلاسه کړم او په بشپړ ډول د هغه سره متحد شم.»[6] 


کله چې تاسو د عیسی مسیح خدمت کوئ، تاسو د پولوس٬ یوحنا او بې شمیره نورو وفادار مقدسانو په څیر یاست چې تر نن ورځې پورې د انجیل مشعل په لاس کې لري. دا د نړۍ په تاریخ کې یو لوی کار دی. ځکه چې موږ پوره باور لرو چې د خدای سلطنت په ځمکه کې تاسیس کیدی شي. په مکاشفه کې لولو: «د نړۍ حاکمیت زموږ رب او د هغه مسیح ته رسیدلی، او هغه به د تل لپاره حکومت وکړي.»[7] 


راځئ چې یوځل بیا پولوس ته وګورو لکه څنګه چې هغه تیموتاوس ته لیکي، هغه هڅوي چې د انجیل په خاطر په تکلیف کې د هغه سره شریک شي. هغه په تیاره کوټه کې په زنځیرونو کې پروت دی، له هر لوري برید پری کیږي او ملامتیږي. حتا هغه د خپلو مسیحی ملګرو له بریدونو څخه خوندي نه دی. او زموږ په اصطلاح٬ ټولو غوښتل چي دی زاړه زنداني ته په یوه شکل نه په یوه شکل زیان ورسوي.

آیا هغه څرنګه په دې حالت کې بیا هم دومره پر خپل ایمان ډاډه کیدی شي؟ 


زه فکر کوم چې یو دلیل د هغه په دې ادعا کې دی چې وايي: «زه د هغه زنداني یم.» کله چې پولوس دا لیک لیکي، دا د قیصر د واکمنۍ پرمهال دی چې قیصر هغه په بند کې اچولی دی. په حقیقت کې هغه د روم د قیصر زنداني دی. مګر د پولوس د ادعا له مخې، هغه د پاچاهانو د پاچا او د څښتنانو د څښتن د عیسی مسیح په خاطر زندانی دی. یو هغه شی چې هر ډول نیوکې او تکليف لرې، کولای شي د هغه لوی خدای سره حساب کول دي چې په هر څه حاکم دی. هغه٬ هغه څوک دی چې خلکو ته اجازه ورکوي چې د هغه خاص هدف لپاره د ده د بندګانو په وړاندې ناوړه کارونه وکړي.


کله چې تاسو د زړه له کومي د خلکو خدمت کوئ، تاسو په حقیقت کې د دوی بندیان یاست، که څه هم دوی ستاسو سره بد چلند کوي. اما که تاسو د لوی خدای خدمت کوئ، تاسو د هغه بندیان یاست. دا پدې مانا ده چې تاسو په بشپړ ډول او په بشپړه توګه خپل ځان هغه ته وقف کړی دی، او تاسو د خپل ژوند هیڅ واک نلرئ. ستاسو ټول ژوند د هغه په واک کې ده چې هغه څرنګه له هغه کار اخلی. د خداى يو بنده چې څو کاله په برما کې بندي و او د خپل ايمان له امله يې ډېر کړاوونه ګاللي، ليکي: «که زه نه پوهیدم چې زندانی کیدل او حتی رنځ ګالل هم د خدای تر کنټرول لاندې دي، او دا چې هغه د خپلې مینې لپاره دې کار ته اجازه ورکوې، نو زه به ډیر مخکې مړ شوی وی.»



مګر یو بل دلیل هم شته چې پولوس وکولای شو د خدای په امید سره د محاکمې او رنځ څخه تیر شي.

۵: په مصیبتونو کې زمونږ ثابت قدمی د خدای له قدرت نه سرچینه اخلی.

«بلکې د خدای په قدرت سره په هغو کړاوونو کې زما سره شریک شه چې د انجیل په رسولو کې رامنځته کیږي.»[8]

پولوس د آزمایښتنو په لړ کې دخدای په قدرت تکیه کول زده کړل. پولوس قرنتیانو ته لیکي:


«نو د دې دپاره چې د هغو حیرانوونکو مکاشفو له امله مغرور نه شم، نو زما په بدن باندې اغزي ولګېدل چې د شیطان استازي وو چې ما وځوروي، ترڅو زه مغروره نه شم. په دې هکله ما درې ځلې څښتن ته زارۍ وکړلې چې دا اغزي راڅخه لېرې کړي. خو هغه ما ته وویل: «زما فضل ستا دپاره بس دی، ځکه چې زما قدرت ستا په کمزورۍ کې پوره کیږي.» نو زه به په ډېرې خوشحالۍ سره په خپلې کمزورتیا باندې ویاړ کوم، ترڅو د مسیح قدرت په ما کې پاتې شي. له دې امله زه د مسیح په خاطر کمزورۍ، سپکاوی، سختي، ځورونې او مصیبتونه منم. ځکه چې زه د کمزورۍ په وخت کې قوي یم.»[9]


په حقیقت کې دا زموږ په ضعف کې دی چې د خدای قدرت په موږ کې خپل کمال ته رسيږی او په نورو اغیزه کوي. کله چې تاسو د سختو آزموینو تر برید لاندی راځی، شاته تګ کوي، وارخطا کیږی، یا د خدای لپاره په خدمت کې بند پاتې شئ، تاسو تر فشار لاندی راځي چې هرڅه د خدای قدرت ته پریږدئ، هغه څه وکړئ چې تاسو مخکې له دې هیڅکله تجربه نه ده کړې. کله چې تاسو د خدای په خدمت کې په مصیبت اخته شئ، دا د خدای قدرت دی چې ستاسو تکلیف لرې کوي.


پایله:

کله چې مونږ د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو او ټولنو کې د خدای د بندګانو خدمت او د هغوی کړاوونو ته پام کوو، نو زمونږ په زړونو کې د دوی په څیر د ایمان استقامت نور هم هڅول کیږي. د ایمان له اتلانو څخه یو یې «اډونیرام جوډسن» نومیږي. «جوډسن» په ۱۷۸۸ کال کې په امریکا کې زېږېدلی دی. هغه په ځوانۍ کې د عیسی مسیح عاشق او پیروکار و او هغه د عیسویانو د لومړۍ ډلې څخه و چې په ۱۸۱۲ کال کې د ۲۴ کلنۍ په عمر کې د خپلې ځوانې میرمنې سره د انجیل تبلیغ لپاره بهر ته واستول شو.


له څلورو مياشتو سمندري سفر وروسته دوی هند ته ورسېدل او هلته يې د برما هېواد په اړه معلومات ترلاسه کړل چې د برما خلکو ته د عیسی مسیح پیغام تر اوسه چا نه ده رسولی. سربیره پردې، دوی ته معلومه شوه چې هند دوی ته د اوسیدو اجازه نه ورکوي، او دوی نشي کولی په هند کې پاتې شي. یو کال دوی د هند د سواحلو او د ماریشیس ټاپوګانو ترمنځ په بحر کې سرګردان پاتی شول.

دوی په وار وار برما ته له تګ منع شول، خو بالاخره د برما پلازمېنې رنګون ته ورسېدل. د دې دردناک سفر په جریان کې، د هغه میرمن «آنا» یو مړ ماشوم وزیږاوه چې نږدې پخپله یې هم مړه شوی وه.


رنګون ته د رسیدو سره، د دوی لومړۍ هڅه د برمی ژبه زده کړه وه. دوی پوه شول چې د برما خلک بودایان دي، نه یوازې د عیسوي عقیدې سره علاقه نه لري بلکې سخت مخالفت هم ورسره کوی. کله چې دوی رنګون ته ورسیدل، په دې ښار کې یوازینۍ جوړه چې انګریزي خبرې کولې، رنګون یی پریښود او د «جډسن» کورنۍ د ژبې ستونزې او د خدمت مسؤلیت سره یوازې پاتې شول. په دې وخت کې د زوی زیږیدل دوی ته خوشحالي ورکړه، خو له بده مرغه اته میاشتې وروسته د ډاکټرانو او درملو د نشتوالي له امله ماشوم له ناروغی وروسته مړ شو. دوی هغه د خپلې کور په باغ کې ښخ کړ او په اوښکو او دردونو یې خپل خدمت ته دوام ورکړ.


شپږ کاله وروسته، دوی لومړی برمایی مسیحی ته تعمید ورکړ، وروسته په راتلونکو کلونو کې څو نورو خلکو ته هم تعمید وکړ شو. کله چې انګلستان په ۱۸۲۴ کې د برما حکومت سره جګړه اعلان کړه، د برما حکومت «جوډسن» او د هغه میرمن د انګلستان لپاره د جاسوسۍ په تور زنداني کړل. له ۱۷ میاشتو مختلفو شکنجو وروسته، دوی خوشې شول ځکه چې دوی د انګریزانو سره د خبرو اترو لپاره ژباړې ته اړتیا درلوده. له خوشې کیدو نه یوولس میاشتې وروسته، د هغه میرمن انا مړه شوه، او شپږ میاشتې وروسته د دوی لور چې هغه یې په زندان کې زیږولی وه، هغه هم مړه شوه.


جوډسن تقریباً لیونی شوي و. خو له دې سره سره يې په برمي ژبه د انجيل ژباړې ته دوام ورکړ او ځينې آثار يې وليکل. برما ته له راتلو ۲۱ کاله وروسته د برما د خلکو په ژبه د انجیل ژباړه بشپړه شوه او شپږ کاله یې د اصلاح لپاره پر هغه کار وکړ. نوموړی په برما کې له ۳۳ کلونو خدمت نه وروسته بېرته امریکا ته ستون شو او د ۶۱ کلونو په عمر ومړ.


«جوډسن» په برمي ژبه کې د انجیل ژباړه، په برمی ژبه کې د انګلیسي قاموس، او یو محدود شمیر مومنان پرځای پریښودل. مګر نن ورځ په برما یا میانمار کې، د نورو مختلفو عیسوي کلیساګانو او موسسو سربیره ۳۷۰۰ تعمیدی کلیساګانې شتون لري چې زرګونه غړي لري. که څه هم په برما کې کلیسا اوس هم تر شکنجې لاندې ده، خو بیا هم هر کال یو زیات شمېر مبشرین خدمت ته استوی.


کله چې موږ د ایمان له امله له ستونزو سره مخامخ کیږو، نو دا ښه ده چې د ایمان د اتلانو د ژوند او کارنامو په اړه معلومات تر لاسه کړو. د دوی د ژوند په اړه زده کړه مونږ سره مرسته کوي چې مونږ هم په خپل ایمان کې ثابت پاتې شو.  

پای.

 

[1] تورات شریف، تثنیه ۲۱: ۲۳

[2] رسالهٔ غلاطیان ۶: ۱۴

[3] رسالهٔ دوم تیموتاوس ۱:‌ ۸

[4] انجیل شریف، متی ۱۳: ۴۴

[5] انجیل شریف، متی ۱۳: ۴۵-۴۶

[6] رسالهٔ فیلیپیان ۳: ۸-۹

[7] کتابِ مکاشفه ١١: ١٥

[8] رسالهٔ دوم تیموتاوس١: ٨ب

[9] رسالهٔ دوم قرنتیان ۱۲: ۷-۱۰

2 views0 comments

Recent Posts

See All

Comments


bottom of page