ژباړه: داوود زارع
لومړی برخه
مقدمه:
په ۱۹۷۷ کې، د آلمان یو مشهور کشیش او د الهیاتو عالم "هیلموت ټیلیکه" د آمریکا متحده ایالاتو ته اوږد سفر درلود. په دې سفر کې، هغه د مختلفو مسیحی ایماندارانو سره ولیدل. د سفر په پای کې له هغه څخه وپوښتل شول چې آیا هغه د آمریکایی ایماندارانو په منځ کې کومه نیمګړتیا لیدلې ده؟ هغه ځواب ورکړ: "دوی د رنځ په اړه غلط نظر لري."
«ټیلیکه» واقعاً سمه خبره کړی وه. نه یوازې آمریکایی مومنان بلکه زموږ په مینځ کي هم ډیر مسیحیان د رنځ په اړه غلط نظر لري. له بده مرغه، موږ د مختلفو نعمتونو د ترلاسه کولو په اړه ډیرې خبرې کوو او اوریدل یې خوښوو، مګر مونږ د هغه څیزونو له لاسه ورکولو په اړه ډیرې خبرې نه کوو چې موږ ورسره تړلي یو او موږ یې اوریدلو ته زړه نه ښه کوو.
له بده مرغه، موږ نه یوازې د بی ایمانانو لخوا ځورول کیږو، بلکه یو بل ته هم زیان رسوو. موږ ډیر وختونه لیدلي او اوریدلي چې مسیحی خادمین، کشیشانو یا مبشرانو د کلیسا دننه د درد او رنځ له امله خدمت کول پریښودی دي. حتا کله چې د ځورونې خبره راځي٬ موږ د خدای کلام ته د کتلو لپاره هم نامناسب لاره غوره کوو.
پولوس٬ د عیسی مسیح رسول، د خپل باور لپاره ډیر دردونه وځغمل. کله چې هغه د خپل بند په وروستیو ورځو کې اعدام ته انتظار ایسته٬ خپل شاګرد تیموتاوس ته یی یو لیک ولیکه. د هغه دا لیک چې په انجیل شریف کې شتون لری، «تیموتاوس ته دوهم لیک» په نامه یادیږی. په دی لیک کې، پولوس رسول تیموتاوس ته د عیسی مسیح لپاره د رنځنو د زغملو تعلیم ورکړی ده. پولوس خپل شاګرد تیموتائوس له نږدې او ډیر ښه پیژني. تیموتاوس، چې د خپل طبیعت له مخې یو ډارن او د ټیت جرات خاوند و، په بشپړ ډول ډاډه نه و چې هغه به وکولای شی لکه پولوس د یو لوی رسول د پښو په نښه ګام پورته کړي، چې پای یی زندان او اعدام وي. ځکه چې د هغه لپاره داسی خدمت کول چې پای یي زندان او اعدام وې په زړه پورې نه و. هغه فکر کاوه چې کولای شې په لږ کار او لږ زحمت هم، عیسی مسیح ته د خدمت کولو په لاره کې له زياتو وياړونو برخمن شي.
پولوس هغه ته یادونه کوي چې باید د انجیل له امله د شرم احساس ونکړي، بلکه د انجیل په خاطر د هغه سره په تکلیف کې شریک وي او د زنداني پولوس سره اړیکه ولري. پولوس تیموتاوس ته د خپل لیک په ټولو فصلونو کې پدې ټکې ټینګار کړی ده. د دې لیک په دوهم فصل، دریم آیت کې، هغه لیکي: "لکه د عیسی مسیح د یو ښه عسکر په شان زما سره په کړاوونو کې شریک شه." او په دریم فصل په دوولسم آیت کې، لیکي: "په حقیقت کې هرڅوک چې غواړي په عیسی مسیح کې په دیندارۍ سره ژوند وکړي، نو هغوی به ځورول کیږي." هغه همدارنګه د څلورم فصل په پنځم آیت کې لیکي: "خو ته باید په هر حال کې هوښیار اوسې، کړاوونه وزغمې، د زېري رسوونکي کار وکړې او د خدای د خدمتګار په توګه خپله دنده سرته ورسوې."
نو پولوس تیموتاوس ته یادونه کوي. اې تیموتاوسه! ځکه چې ته ژغورل شوي یي، خدای موږ ته د روحاني ډالۍ په توګه راکړی یی ترڅو یوځای د هغه خدمت وکړو. نو ما سره د انجیل په خاطر تکلیفونو کې شریک شه.
تیموتاوس ته د دوهم لیک د لومړي فصل په اتم آیت کې، پولوس تیموتاوس ته لیکي: "نو بیا زمونږ د څښتن په هکله د شاهدۍ ورکولو یا زما په اړه چې د هغه په خاطر بندي یم مه شرمېږه، بلکې د خدای په قدرت سره په هغو کړاوونو کې زما سره شریک شه چې د انجیل په رسولو کې رامنځته کیږي."
پدې آیت کې، پولوس تیموتاوس او موږ ته د رنځ په اړه پنځه لومړني ټکي را په نښه کوې.
۱: مخکې لدې چې د عیسی مسیح خدمت پیل کړئ، ضروري ده لمړی د رنځ ځغملو حقیقت ومني.
کله چې زه ډېر کلونه وړاندې له کابل پوهنتون څخه فارغ شوم، ده هغه وخت د قانون له مخې ما باید یو کال نظامی دوره یا عسکری مکلفیت تیر کړی وای. دا یو کال نظامی مکلیفیت د هغو لپاره چې د پوهنتون فارغ وو، شپږ میاشتی نظامی کورس او شبږ میاشی په عسکری قطعاتو کی عملاً د یوه ظابط په حیث کار کول وو. کله چې مونږ کورس ته معرفی شو، فوراً مونږ ته یونیفورم راکړل شو او سلمانیانو ته هدایت ورکړل شو چه زمونږ ویښتان او بریتونه ماشین کړی.
مونږ ټولو چې په ښه ژوند کې لوی شوی وو او آزاده او د خپلې خوښي ژوند مونږ تیر کړی وو، یو بل سیستم ته دننه شو او مجبور شو چې د قوماندان امر ومنو او د هغو د امرنو پر بنسټ ژوند وکو. ۹ بجی د شپې ویده کیدل، سهار پنځه بجې له خوبه پاڅیدل په ځغاسته د تعلیم میدان ته حاضریدل، په یو لوی بد بویه قاغوش کې له ۵۰ نورو محصلینو سره اوسیدل، د شپی له خوا ګزمه کول او داسی نورو اصلو په سختي عملی کول زمونږ لپاره ډیر سخت وو. مونږ ته د ډیر لږ غفلت لپاره سخته سزا راکړل کیده. دا ټول اصول د دی لپاره پر مونږ تطبیقیدل تر څو مونږ د یوه واقعی نظامی په حیث وروزل شو. تاسی پوهیږی چې د یوه نظامی اصلی دنده په بریا جګړه کول دی.
کله چې څوک په عیسی مسیح ایمان راوړی په حقیقت کې هغه هم باید پوه شې چې یوی سختې جګړی ته یی ملاتړلی ده. او دا عام خبره ده چې «په جګړی کې حلوا نه ویشل کیږی» بلکه زحمت، تکلیف، زخمونه، او حتا مرګ په کې شته.
کله چې مونږ تیموتاوس ته د دوهم لیک لومړي فصل اتم آیت او حتی د خدای ټولې کلام ته پام کوو، دا موږ ته جوته کیږی چې د خدای خدمت کول د خطرناک او بې رحمه دښمن، شیطان سره مبارزه کول دي. د خدای په کلام کې هیڅ ځای موږ سره ژمنه نه ده شوي چې موږ ته به د جګړې په ډګر کې زیان نه رسیږی.
عیسی مسیح کله چې خپل شاګردان د خدمت لپاره واستول٬ ټولو ته یی وویل: «زه تاسو لکه د پسونو په شان د لېوانو منځ ته لېږم.»[۱] او هغوی ته یی یادونه وکړه چې تاسو به د انجیل لپاره رنځنو سره مخ شي. [۲]
پولوس رسول لیکي: «نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتی، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولی شى څۀ؟ لکه چې ليکل شوي دى چې، «مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلی کيږُو.»[۳]
په عبرانیانو کې لوستلی شو: «ځینو نورو ډېر کړاوونه ولیدل، خو آزادي یې ونه منله، ترڅو د قیامت په ورځ له دې نه ډېر ښه ژوند ومومي. په ځینو باندې ملنډې ووهل شوې، په دورو ووهل شول، نور په زنځیرونو وتړل شول او بندیان شول. هغوی سنګسار شول، په ارې باندې نیم کړای شول او په تورو باندې یې مړه کړل. هغوی د پسونو او وزو پوستکي اغوستي وو او د ډېرې غریبۍ، ظلم او کړاوونو له امله سرګردانه وو. دنیا د دې خلکو لیاقت نه درلود. هغوی په دښتو او غرونو کې سرګردانه ګرځېدل او په غارونو او سوریو کې اوسېدل.»[۴]
مخکې لدې چې موږ د عیسی مسیح د خدمت کولو په اړه فکر وکړو، او تصمیم ونیسو دا ښه ده چې د هغه د قیمت د ادا کولو په اړه هم په غور فکر وکړو. په حقیقت کې موږ او تاسی چې د عیسی مسیح شاګردان یو د دښمن په خاوره کې اوسیږو. دا یقیني ده چې دښمن پر مونږ او تاسو باندی برید کوي. مونږ ته لازمه ده پرمختګ وکړو او تاکتیکی شاتګ ته هم تیار اوسو. دا هم لیرې نه ده چې زموږ د ملګرو لخوا پر موږ برید وشي. نو لازم ده چې د دې شرایطو سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتو والی ولرو. که مونږ بشپړ چمتوالی ونه لرو، مونږ به ډیر ژر ناکام شو، نا امیده شو، ضایع او له خدمت څخه به وتښتو.
۲: د صلیب د شرم زغملو ته چمتو اوسئ.
«زمونږ رب عیسی مسیح ته په شهادت ورکولو کې مه شرمیږئ.» زمونږ رب ته شاهدي ورکول د هغه نجات ورکوونکي شاهدي ورکول دي چې په رومي صلیب کې په شرم سره مړ شو. لکه څنګه چې پولوس لیکي: «د صلیب پیغام د هغه چا لپاره خالي او بې معنی دی چې د تباهۍ په لاره کې دي.» مګر زمونږ لپاره چې د نجات په لاره کې یو، دا د خدای قدرت دی.»[۵] پولوس زیاتوي: «یهودیان معجزې غواړي او یونانیان د پوهې او حکمت پیروي کوي. مګر، مونږ مصلوب شوي مسیح اعلان کوو. که څه هم دا کار د یهودانو لپاره د سرغړونې او خفګان لامل دی او د نورو لپاره بې معنی دی.»[۶]
دوهمه برخه په راتلونکې ګڼه کې
Comments